+ 93 (0) 202 233 526

info@tact.org.af

زمونژ په اړه

د ننني افغانستان د یووالي او مرستو مؤسسه یوغیرانتفاعی بې طرفه پرته له سیمه ییز تعصبون جوړ بنسټ دی چې د یو شمیر فعالو او تجربه لرونكو افغانانو لخوا جوړ شوی دی او موخه یې د بشري فعالیتونو ترسره كول او په ملي او محلي كچه د هیواد بیا رغاونه او پرمختګ دی

.د ننني افغانستان د یووالي او مرستو موسسه په ۱۳۹۱ لمریز کال کې تأسیس او د ۲۶۱۴ شمیرې سره سم د افغانستان اسلامي جمهوریت د اقتصاد وزارت سره په ۱۳۹۱ کال کې ثبت او راجستر شوې ده. دغه موسسه په خپلې پیاوړې ارادې سره په دې وتوانېده چې د عامې روغتیا وزارت، پوهنې وزارت، اطلاعاتو او کلتور وزارت، د کډوالو وزارت، د کار اوټولنیزو چارو وزارت، د کرنې اوبو او مالداری وزارت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، او د افغانستان د ملي، بین المللی او د ملګرو ملتونو د ادارو غړې وګرځي

د دې تر څنګ د تعلیم او تربیې او د پوهاوي د کچې د لوړولو په برخه کې د مرستی اف ام رادیو او همداشان د مرستی میاشتنۍ مجلې د فعالیت لپاره زمینې چمتو کړې دي، چې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالی د مخنیوي او همدارنګه د سولې او د بشري حقونو په اړه چې د نوموړو رسنیو څخه په استفادې سره په هېواد کې خلکو او ټولنې ته معلومات وړاندې کړي

. د ننني افغانستان د یووالي او مرستو موسسه د بیا رغونې، د ځوانانو د پیاوړتیا او سوداګریزو فعالیتونو په موخه د افغانستان , ښځو او د سوداګرې ټولنې ته د کار اوسوداګریز فرصتونه رامنځته کړي دي

د نننی افغانستان د یووالی او مرستو موسسه موخې

د ثابتو صحي او سیارو کلینیکونو رغاونه د هیواد په ښارونو او لرې پرتو سیمو کې د صحي اروایی روغتیا او د تغذیې د سهولتونو وړاندې کولو په موخه د میرمنو ماشومانو لپاره

  • . د روغتیایي ۔ تغذیې او روانی روغتیا په برخه کې اړمنو میرمنو او ماشومانو ته د خدمتونو وړاندې کول 
  • . د کلتوري اجتماعي او اقتصادي فقر کمول 
  • . د زده کړې کچې لوړول ، روغتیایي پوهاوی او چاپیریال ساتنه 
  • . د افغان ځوانانو د سوداګرۍ په برخه کې د پرمختګ لپاره د روزنیزو پروګرامونو چمتو کول او برابرول 
  • . د سولې راوړلو، بیارغونې او د هېواد د پرمختګ په پروسه کې فعال ونډه 
  • . د ماشومانو پروړاندې د تاوتریخوالي د کچې کمولو لپاره ښاري پلان جوړول 
  • . د کلتوري او د تعلیم د کچې لوړوالي لپاره د یوه روغ تعلیمی چاپیریال زمینې برابرول 
  • . د پوهې او مسلکی زده کړو د کورسونو پیلول 
  • د ننني افغانستان د یووالی او مرستو موسسه هڅه کوي ترڅو د دولت، ملي او نړیوالو ادارو په مرسته خپلو موخو ته ورسیږي
  • د ننني افغانستان د یووالي او مرستو مؤسسې اساسي موخې دادي۔ چې د دولتي ادارو او ملګرو ملتونو سره د خلکو د خدمت لپاره کار وکړي تر څو په فعاله توګه د افغانستان په بیارغونه کې فعاله برخه واخلي او په هیواد کې تلپاتې سوله رامنځته کړي او له خلکو سره مرسته وکړي .د افغانستان د جنګ جګړو د سیمو د بیارغونې په پروسه کې فعاله مرسته
  • د بیارغونې او پراختیایی پروژو پلان، جوړونه او پلي کول ، د روغتیا، اقتصاد او د ښځو د سوداګري، زراعتي او صنعتي تولیداتو په برخه کې خدمتونه. 
  • د مسلکي مهارتونو لکه لاسي صنایع ۔ د غالۍ اوبدلو په برخه کې روزنه.. 

د نننی افغانستان د یووالی او مرستو موسسه د تاسیس له ورځې څخه په پورته ذکر شویو برخو کې ګن شمیر فعالیتونه ترسره کړي او بیلابیلې پروژې یې پلی کری ده.