زمونږ په هکله:

د نننی افغانستان د یووالی او مرستو موسسه یوغیرانتفاعی بنسټ دی چې د یو شمیر فعالو او تجربه لرونكو افغانانو لخوا جوړه شوی ده او هدف یې د انسانی فعالیتونو د ترسره كول او په ملی او محلی كچه د هیواد بیا راغونه او وده ده.

 د نننی افغانستان د یووالی او مرستو موسسه په ۱۳۹۱کال کې د ۲۶۱۴ شمیرې سره سم د افغانستان اسلامی جمهوریت د اقتصاد له وزارت سره په ۱۳۹۱ کال کې تاسیس شوی ده. دغه موسسه په خپلو ارادو سره په دې وتوانېده چې د عامې روغتیا وزارت، پوهنې وزارت، اطلاعاتو او کلتور وزارت، د کډوالو وزارت، د کار اوټولنیزو چارو وزارت، د کرنې وزارت، د کلیو د احیأ او پراختیا وزارت، د سولې عالی شورا او د افغانستان د ملی، بین المللی او د ملګرو ملتونو د ادارو غړی دی.

د دې تر څنګ د تعلیم او تربیې او د پوهاوی د کچی د لوړولو په برخه کې د مرستی اف ام رادیو او همداشان د مرستی میاشتنی مجلی د فعالیت لپاره چمتو کړې دی، چې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالی د مخنیوی او همدارنګه د سولی او د بشری حقونو په اړه چې د نوموړو رسنیو څخه په استفادې سره په هېواد کې خلکو او ټولنې ته معلومات وړاندې کړي. د نننی افغانستان د یووالی او مرستو موسسه د بیا رغونی، د بشر د حقونو، د ښځو د پیاوړتیا او سوداګریزو فعالیتونو په موخه د افغانستان د ښځو او د سوداګری ټولنې ته د کار اوسوداګریز  فرصتونه رامنځته کړی دی.

 

د نننی افغانستان د یووالی او مرستو موسسه موخې:

د کلتوری، اجتماعی او اقتصادی فقر کمول .

د ظرفیتونو د لوړتیا، زده کړې، روغتیا پوهاوی او چاپیریال ساتنه .

د افغانی ښځو د سوداګری مسلک د پرمختګ لپاره د روزنیزو پروګرامونو چمتو کول او برابرول .

د سولې راوړلو، بیارغونې او د هېواد د پرمختګ په پروسه کې فعال ګډون .

د ښځو او ماشومانو پروړاندې د تاوتریخوالی د کچی کمولو لپاره ښاری پلان جوړول .

د کلتوري او د تعلیم د کچې لوړوالی لپاره د یوه روغ تعلیمی چاپیریال زمینه برابرول .

د سواد او مسلکی زده کړو د کورسونو پیلول .

د نننی افغانستان د یووالی او مرستو موسسه هڅه کوي ترڅو د دولت، ملي او نړیوالو ادارو په مرسته خپلو موخو ته ورسیږي.

د نننی افغانستان د یووالی او مرستو موسسی اساسی موخی دادی چې د دولتی ادارو او ملګرو ملتونو سره د خلکو د خدمت لپاره کار وکړی تر څو په فعاله توګه د افغانستان په بیارغونه کې فعاله برخه واخلی او په هیواد کې تلپاتې سوله رامنځ ته کړی او له خلکو سره همکار وی.

د افغانستان د جنګ جګړو د سیمو د بیارغونې په پروسه کې فعاله مرسته .

د بیارغونې او پراختیایی پروژو پلان، طرح او تطبیق، د روغتیا، اقتصاد او د ښځو د سوداګری، زراعتی او    صنعتی تولیداتو په برخه کې خدمتونه .

د مسلکی مهارتونو لکه لاسی صنایع لکه د غالۍ اوبدلو په برخه کې روزنه.

د نننی افغانستان د یووالی او مرستو موسسه د تاسیس له ورځې څخه په پورته ذکر شویو برخو کې ګن شمیر فعالیتونه کړی او بیلابیلې پروژې یې پلی کړې دي.

____________________________

که تاسو د TACT  ګټه اخیستونکي او یا د همکارانو(ذینفعان) څخه یاست او تاسو زموږ پر کارانتقاد او یا کوم نظر لرئ نو مهرباني وکړئ مونږ‌ سره اړیکه ونیسئ ٬ تلیفون او یا لڼد پیغام (SMS) او یا هم بریښنالیک وکړی:

Email:crm@tact.org.af  

Email:director@tact.org.af

Phone: 0093(0)700280398

دا وسیله زموږ د خدماتو ترلاسه کونکو نظرونو ته د ځواب ویلو لپاره ډیزاین شوی ده. ستاسو نظر
 به زمونږ سره د پروژې پرمختګ یا ارزونې کې مرسته وکړي د کوم دپاره چې TACT یی د
پلي کولو لپاره مسؤل دی.